اسلام آباد۔19جنوری (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي چې پاكس??ان د قانون احترام كوؤنكے او امن خوښونكے هېواد دے٬ټولو هېوادونو او په خاص توګه ګاونډي هېوادونو سره د ملګرتيا او مرستې په بنياد اړيكې غواړو٬د پاكس??ان او ايران په ګټه كښې دي چې هغه د خپلو هغه اړيكو بحالولو له اقدامات وكړي٬ كوم چې د جنورۍ 16مې نېټې څخه وړاندې وو۔پاكس??ان به د ايران لخوا د ټولو مثبت ګامونو هركلے كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د و??اقي كابينې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له م??ې په غونډه كښې خارجه وزارت٬نګران وفاقي كابينه٬د جنورۍ په 16مه نېټه په پاكس??ان كښې د ايراني بريد په نتيجه كښې رامخې ته شوي صورتحال څخه خبر كړه ۔د و??اقي كابينې په غونډه كښې د بريد تفصيلاتو سره سره د پاكس??ان د ردعمل هم جاج واخستې شو۔كابينې د پاك پوځ د پېشه ورې پوهې ستائنه وكړه كوم چې د پاكس??ان د خپلواكۍ د خلاف ورزۍ ځواب وركړو او په دې لړ كښې يې ټولې حكومتي مشينرۍ سره په ګډه كار وكړو۔وفاقي كابينې ته په خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل پاكس??ان د قانون خيال ساتونكې او امن خوښونكې هېواد دے٬ټولو هېوادونو او په خاص توګه ګاونډي هېوادونو سره د ملګرتيا او مرستې په بنياد اړيكې غواړو۔ده ووئيل پاكس??ان او ايران دوه وروڼه هېوادونه دي او د د??ي ترمينځه په تاريخي توګه په ورورولۍ او مرسته اډانه اړيكې دي۔په كومو كښې چې احترام او مينه ده۔ده ووئيل دا د د??اړو هېوادونو په ګټه ده چې هغوي د هغه اړيكو بحال كولو له ګامونه پورته كړي كومې چې د جنورۍ 16مې نيټې څخه وړاندې وې۔وزيراعظم ووئيل په دې لړ كښې به پاكس??ان د ايران لخوا د ټولو مثبتو ګامونو هركلے كوي۔
پاكستان د قانون احترام كوؤنكے ٬ امن خوښونكې هېواد دے٬ټولو او په خاص توګه ګاونډي هېوادونو سره د ملګرتيا او مرستې په بنياد اړيكې غواړو۔د لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ د كابينې غونډې ته وينا
Gladiator's Glory Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر