اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي چې په پاکستان كښې ټولټاكنې په سولیيز ډول او بریالیتوب سره ترسره شوې، د مستحكم او جمهوري ټولنې عزم سره وكړې شوې٬ د ټولټاكنو په اړه د ځینو هيوادونو او تنظيمونو څرګندونې نه رد كيدونكي حقيقتونه له پامه غورځوي٬ د ان??رنیټ بندول ترهګرۍ څخه ساتنې لپاره وو۔ د خالي په ور?? په جاري شوي يو بيان كښې د خارجه دفتر وياندې ووئيل چې د ټولټاكنو په اړه د ځينو هېوادونو او تنظيمونو بيانونه مو ليدلي دي او په دې بيانونو كښې په منفي لهجه راته حېرانتيا شوې ده٬ ځينې بيانونه د ټاكنو پېچلې عمل تر نظر لاندے نه ساتي او نه دا تسليموي چې د كروړونو په شمېر پاكستاني وګړي دې آزادۍ جوش او جذبې سره د ووټ حق وكاروي۔ دا بيانونه نه رد كېدونكو حقيقتونو څخه سترګې پټوي۔ دې ووئيل ټول ټاكنې په سولييز ډول او برياليتوب سره ترسره شوې٬ د غېر ملكي ??پا??سر شوې ترهګرۍ څخه امنيت ته په پېښو خطرو قابو وموندلے شو۔ دې ووئيل ځينې بيانونه حقيقت سره هېڅ تعلق نه لري٬ په ګرد هېواد كښې ان??رنېټ نه وو بند كړے شوے بلكې يوازې د پولنګ په ور?? موبائل سروس بند كړے شوے وو دغسې چې د ترهګرۍ كومه پېښه رامخې ته نه شي۔ دې ووئيل د ټاكنو مشق په دې اړه اندېښنې غلطې ثابت كړې دي۔ ??اكستان د خپل لوظ له مخې د يو مستحكم او جمهوري ټولنې تشكيل كولو له ټولټاكنې كړي دي۔ دې ووئيل مونږ د خپلو ملګرو لخوا تعميري تنقيد ته د قدر په سترګه ګورؤ۔ ټاكنو څخه وړاندې منفي بيانونه نه خو تعميري وي او نه مقصدي۔ ??ياندې ووئيل پاكستان به متحرك جمهوري سياست لپاره خپل كار روان ساتي۔ د ټاكنو او د اقتدار په سولييز ډول منتقل كېدل به مونږ دې منزل ته لا نزدې كړي۔ دې ووئيل مونږ دا كار د چا د اندېښنو له امله نه بلكې د خپل اولس د هيلو او د خپلو مؤسسينو د وژن له مخې كوؤ۔
د ټولټاكنو په اړه د ځینو هيوادونو او تنظيمونو څرګندونې نه رد كيدونكي حقيقتونه له پامه غورځوي٬ د انټرنيټ بند ساتل ترهګرۍ څخه ساتنې له وو٬ خارجه دفتر
Immortal Way Gloves Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ