اسلام آباد۔7مئی(اے پی پی) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي چې هېواد په سم لوري روان دے ٬ د هېواد بني??دي اقتص??دي اشارې د معاشي بهترۍ او استحكام عكاسي كوي٬ آئ?? اېم اېف سره د ستر او د اوږدې مودې پروګرام لپاره په راروانو لس ورځو كښې به آئ?? اېم اېف مشن پاكستان ته راورسي٬ په جون جولائي او اګست كښې پالېسي رېټ كښې د كمي امكان دے۔ د نهې په ورځ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ او د قانون وزير اعظم نذير تارړ سره په ګډه د خبري كنفرنس كولو په مهال د خزانې وزير ووئيل د سعودی عربستان يو لويې پلاوي په دې وروستيو كښې د پاكستان كاميابه دوره كړې ده۔ سعودی سرمایه كارو په پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره خپل باور څرګند كړے دے٬ د دواړو هېوادونو د تجارتي څانګو ترمينځه خبرې او مذاكرات وشول٬ د خزانې وزير ووئيل له تېرو 10 مياشتو څخه بني??دي معاشي اشارې په مثبت او سم لوري روانې دي۔ تجارتي خساره په قابو كښې ده او د روان مالي كال په بشپړ كېدو به تجارتي خساره يو ارب ډالر څخه كمه شي۔ د زر مبادله په پنګو كښې زياتوالې كيږي٬ وړاندې به زمونږ زر مبادله 15 ورځو لپاره وه كومه چې اوس د دوه مياشتو څخه د زياتو درآمداتو لپاره كافي ده۔ ده ووئيل سعودي عربستان سره سره امريكا او اروپا څخه هم سرمايه كار راروان دي٬ د نړيوال مالياتي فنډ ډله به هم د روانې مياشتې په مهال پاكستان ته ر??شي?? زمونږ هڅه ده چې آئ?? اېم اېف سره ستر او د اوږدې مودې پروګرام وكړے شي۔ ده ووئيل د سركاري ملكيتي ادارو خساره كمولو سره دا نجكارۍ پلو بيايؤ٬ حكومت په خرڅونو قابو موندلو له هم اقدامات كوي۔ ده ووئيل پنشن يوه لويه ذمه واري ده ٬ د ريټائرمنټ عمر 60 څخه 65 كاله كول ٬ سروس سټرکچر كښې بدلون او په پنشن كښې د اصلاحات كولو ضرورت دے دغسې چې د دې څانګې په خرڅونو قابو وموندلے شي۔ د خزانې وزير ووئيل د معاشي استحكام سفر د وزيراعظم لخوا آئ?? اېم اېف سره سټېنډ بائي لوظنامې څخه وروستو پېل شو٬ دا لوظنامه كاميابۍ سره سر ته رسېدلې ده او پاكستان ته د لوظنامې له مخې وروستې قسط څو ورځې وړاندې ترلاسه شو۔ ده وووئيل كه منصوبه بندۍ سره مونږ مخ په وړاندې ځو نو مونږ له به آئ?? اېم اېف سره د نوې پروګرام پېل كولو ضرورت نه وي۔ د خزانې وزير ووئيل د پالېسي رېټ تعين سټېټ بېنك كوي ، هيله لرؤ چې لكه څنګه د افراط زر شرح مخ په كمېدو ده دغسې د دې په نتيجه كښې به پالېسي رېټ كښې هم كمې رامخې ته شي۔ د سټېټ بېنك خپل بيان دے چې تر ستمبر 2025 به پالېسي رېټ 5 څخه تر 7 فيصد كچې ته ر??شي?? په جون جولائی او اګست كښې په پالېسي رېټ كښې د كمي امكان دے۔ د خزانې وزير ووئيل هېواد چې كومو مسئلو سره مخ دې هغه نظرانداز كولې نه شوؤ٬ مونږ سره يوه ښه موقعه ده چې پروګرام مخ په وړاندې بوځؤ٬ يوازې په تنخواه داره طبقه د ټولو ټېكسونو بوج اچولې نه شوو۔ د خزانې وزير ووئيل چين د پاكستان ملګرے هېواد دے ٬ چين د پاكستان هر ډول مرسته كوي ٬ په حكومتي او كمرشل دواړو كچو چين پاكستان سره مرسته كوي ٬ مونږ له به د چين نړيوال کېپیټل مارکیټ څخه ګټه پورته كول وي او په دې لړ كښې به په اولني ځل پانډا جاري كړؤ خو دې لپاره به اول پاكستان په كرېډټ رېټنګ كښې بهتري رامخې ته كوي
هيواد په سم لوري روان دے٬ اقتصادي اشارې د معاشي بهترۍ او استحكام عكاسي كوي٬ په جون جولائي او اګست كښې پاليسي ريټ كښې د كمي امكان دے٬ د خزانې وزير اورنګزيب وفاقي وزيرانو سره په ګډه خبري كنفرنس
Crazy Time Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ