اسلام آباد 27دسمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار د هند پخواني وزيراعظم ډاكټر منموهن سنګھ په مړينه د افسوس څر??ندونه كړې ده ۔نائب وزيراعظم په ايكس خپل پوسټ كښ?? ووئېل د ډاكټر منموهن سنګھ د مرګ خبر په اورېدو ډېر خفه شوم ۔د پاكستان چكوال ضلعې په يو كلي كښ?? پیدا شوے ډاكټر منموهن سنګ نوموړے اقتصاد پوهه او سياسي لا??ښود ؤ ۔سېنېټر اسحاق ډار ووئيل د اقتصاد په مېدان كښ?? د خپلو ځانګړو كاميابو نه پرته ډاكټر منموهن سنګ د سيمه ايز امن ودې لپاره عزم لرلو٬ ده ووئېل په سيمه ايزو مسئلو د هغه نقطه نظر د هغه باور عكاسي كوي چې ورسره شريك افهام ٬ خبرې اترې او مرسته د اجتماعي پرمختګ لپاره ضروري ده۔هغه د وزيراعظم په توګه په خپل دور كښ?? د پاك هند دوه اړخيزه اړيكو ښه كولو كښ?? د ذكر وړ كردار ادا كړے ؤ ۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار ووئېل د پاكستان اولس او حكومت د ډاكټر منموهن سنګ كورنۍ او د هند حكومت او اولس سره د زړه د كومي غمرازۍ څر??ندونه كوي۔
نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار د هند پخواني وزيراعظم ډاكټر منموهن سنګھ په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه
Royal Cruise Lines Trusted Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado