فنډنګ كيس كښې نن ثابت شوه چې عمران خان هند او يهودي لابي راوړاندې كړے ،د وفاقي وزير سردار اياز صادق د خواجه آصف سره خبرې كنفرنس
American roulette reputable platform
APP39-020822
ISLALMABAD: August 02- Federal Minister Sardar Ayaz Sadiq ,Federal Defence Minister Khawaja Asif addressing a joint press conference in PID Media centre. APP Photo by Irshad Sheikh
اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) وفاقي وزير سردار اياز صادق و??يل?? دي فنډنګ كيس كښې نن ثابت شوه چ?? عمران خان د هند او يهودي لابي راوړاندې كړے ۔د نهې په ورځ د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره خبرې كنفرنس ته وينا كښې ده ووئيل مياں نواز شريف د خپل زوي څخه په تخا نه اخستو ټول عمري نااهله ګرځولے شوے ؤ ،دلته د عمران خان څخه روپۍ راوېستلې شوي ، سپريم كورټ نواز شريف د ګوند د مشر پوزيشن څخه اخوا كړے ؤ۔ ده ووئيل پروفيسر اسرار احمد 30 كاله وړاندې و??يل?? وؤ او په نامه اخستو ئې و??يل?? وؤ چې عمران خان يهودي لابي سره راځي او هغه به پاكستان تباه كوي۔ اياز صادق ووئيل دا خو هغه روپۍ دي د كومو چې معلومه شوې لا خو د هنډۍ روپو په اړه څه معلومات نشته۔ده ووئيل ما ته د اول څخه معلومه وه چ?? عمران خان د وګړو د روپو مصرف كولو عادي دے۔ده ووئيل فنډنګ كيس كښې نن ثابت شوې چې هند او يهودي لابي ئې راوړاندې كړے۔ده ووئيل اوس خو لا د توشه خاني ريفرنس هم وړاندې كولې شي۔ پي ټي آئي له فنډنګ كوونكو لسټونو كښې د هندوانو او فارن كمپنيز شاملې دي۔ اياز صادق ووئيل د عارف نقوي په برتانيه كښې كيس روان دے۔ امريكا هغه هلته نه بوتلل غواړي، عارف نقوي سره به د هغه ملګري هم نتقل كولې شي۔ اياز صادق ووئيل د عمران خان كيلي فورنيا كورټ كيس كښې ډي اين اے هم كېدې شي۔اوس به كابينه ګوري چې دا په مني لانډرنګ، فيټف قوانين كښې راځي يا نه۔ ده ووئېل په غلا كولو عمران خان نيولے شوے اوس به كتل وي چې په هغه آرټيكل 62 او 63 لاګو كېږي يا نه۔ده ووئيل ګورو چې عمران خان د فنانشل ټائمز په ضد كيس كوي يا نه۔ ده ووئيل هغه ته معلومه وه ځكه هغه د امريكې په ضد خبرې كولې ۔ده ووئيل فرح ګوګي چا لپاره روپۍ جمع كولې بايد د هغې هم پلټنې وشي۔ ده هيله څرګنده كړه چ?? نيب دې عمران خان او د هغه د ملګرو په اړه بند كړي كيسونه پرانيزي۔