کراچۍ 13 جنوري (اے پي پي) کراچۍ كښې د پاكستان د وړومبني الېكټرك بس سروس د اطلاعات٬ د ټرانسپورټ او ماس ټرانزټ وزير شرجي?? انعام مېمن ٬ د بلديات وزير سيد ناصر حسېن شاہ او د محنت وزير سعيد غني سره پرانسته كړې۔ د جاري اعلاميې له مخئ پ?? دې موقع د سندھ اسمبلۍ غړے ګھنور خان اسران، د ټرانسپورټ سېكرټري عبدالحليم شېخ د پي ډي اېن آر ټي سي صهيب شفيق او نور هم موجود وو۔ پ?? دې موقع صوبائي وزير په الېكټرك بس سروس كښې د سهولتونو جاج واخست او په بس كښې ئې سفر هم وكړو۔ پ?? دې موقع صوبائي وزير شرجی?? انعام مېمن ميډيا ته ووئيل د پاكستان د وړومبني الېكټرك بس سروس پېل نن كراچۍ څخه كېږي٬ دا ماحول د??ست الېكټرك بسونه دي كوم چې په چارجنګ چلېږي، د ارواپائي معيار دې بسونو څخه به آلودګي نه خپرېږي۔ ده ووئيل مونږ هڅه كوٶ چې د آلودګۍ خاتمې سره سره وګړو ته په كم نه كمه كرايه د سفر ښه سهولتونه وركړو۔ ده ووئيل بس سروس به د ټېنك چوك جناح ايونيو څخه ايئرپورټ٬ كورنګي روډ٬ خيابان اتحاد څخه كلاك ټاور او تر سي ويو چلېږي
کراچۍ كښې د پاكستان د وړومبني الېكټرك بس سروس پرانسته وكړې شوه
Werewolf Hunting APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار