پاكستان ټولو سره د ملګرتيا اړيكو په ځايې كولو عزم لري ٬ پاک – ايران اړيكې لا ښه کول غواړؤ٬ يو سولييز او محفوظ افغانستان د منطقې په ګټه دے ٬ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري
Prosperous jewelry online entertainment official website
APP67-030123
LARKANA: January 03 - Chairman Pakistan People's Party and Foreign Minister Bilawal Bhutto Zardari talking with media persons during his visit the flood affected area of Sita Village near Dadu. APP/NAS/IQJ/TZD/FHA
اسلام آباد۔10جون (اے پی پی) د خارجه چارو وفاقي وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې د پاکس??ان او ايران ترمينځه د اوږدې مودې د ملګرتيا اړيكې لا ښه کول غواړؤ ٬ يو سولييز او محفوظ افغانس??ان د سيمې په ګټه دے، د چين او پاکس??ان ترمينځه مهمه همكاري ده سي پې?? به ګردې سيمې لپاره ګېم چېنجر منصوبه ثابت شي٬ روسیې سره دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو ته وده ورکول غواړؤ، په پاکس??ان کښې د مئي د نهمې نېټې په پې??و کښې ككړ عناصرو له به قانون سره مخ كېدل وي٬ په تېر وخت كښې په پوځي تنصيباتو د بريدونو كوم مثال نه تر لاسه كېږي٬ عمران خان په ا قتدار كښې ??ات?? كېدو سره او د مخالفې ډلې لارښود په توګه د پارليمنټ وقار ته زيان ورسولو٬ سياسي استحكام جمهوريت لپاره مهم دے٬ د خالي په ورځ الجزيزه ټي وي سره مركه كښې بلاول بھټو زرداري ووئيل عراق او پاكس??ان د اوږدې مودې راهسې د ملګرتيا اړيكې لري، دواړه هېوادونه په تاريخي، مذهبي او كلتوري اړيكو يو بل سره سره تړلي دي او پاكس??ان له عراق سره د اړيكو لا ښه كول غواړي۔ په نجف اشرف كښې به ډېر زر پاكستانۍ قونصل خانه جوړه كړې شي۔ ده ووئيل پاكس??ان تر ټولو زيات ترهګرۍ ځپلې هېواد دے٬ په افغانس??ان كښې څو لسيزو راهسې ناامني ده ٬ د افغانس??ان په اړه د پاكس??ان پالېسۍ څرګنده ده۔ يو څوكاله او محفوظ افغانس??ان نه يوازې د افغان اولس بلكې د ګاونډي هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ په ګټه كښې دے۔ د افغانس??ان نوې حكومت دې د مېرمنو زده كړو ٬ د بشري حقونو او د نورو په ضد د خپلې زمكې د ترهګرۍ په توګه كارولو څخه منع كولو له ګامونه پورته كړي۔ نړيواله ورورولي دې په دې لړ كښې خپل لوظونه وپالي۔ ده ووئيل د افغانس??ان د مسئلو حل په خبرو اترو كښې دې۔ د تحریک طالبان پاکس??ان د لاسه پاكس??ان خطر سره مخ دے او د دوئي په ضد كارروائيو لپاره مو كابل ته استدعا كړې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ایران او پاکس??ان ترمينځه د بارټر ماركيټ او ټرانسمېشن لائن حوالې سره دوه لوظنامې شوې دي۔ د سعودی عربس??ان او ايران ترمينځه د چين په مرسته د سفارتي اړيكو بحالي يو مثبت خبر دے كوم چې د سيمې هېوادونو لپاره مهم دے۔ ده ووئيل د چين پاكس??ان ملګرتيا په هر موسم كښې آزمائيلې شوې ده۔ پاكس??ان د چين د ون بېلټ ون روډ منصوبې برخه ده٬ د سی پې?? لاندې پاكس??ان كښې د ګرانو منصوبو تاثر سم نه دے۔ سي پېك د پاكس??ان او چين په شمول نورو هېوادونو لپاره ګېم چېنجر دے۔ ده وئيل پاكس??ان ټولو هېوادونو سره د ملګرتيا اړيكو په ځايې كولو عزم لري۔ روسيه سره د تجارتي اړيكو په زياتولو كښې خوښي لري۔ پاکس??ان روسيه، یوکرائن جنګ كښې بې پرې پالېسي خپله كړې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل اوږدې مودې لپاره آمريت ??ات?? شوے دے۔ پېيپلز ګوند ټول عمري دا چېلنج كړے۔ ده ووئيل عمران خان ټول عمري له د آمرانو ملاتړ كړے۔ ده په كال 2018ء كښې د ټګۍ او د اسټېبلشمنټ په مرسته اقتدار ترلاسه كړو۔ پوځ سره د مخاصمت پېل ده د تېر كال اپرېل مياشتې څخه وكړو كله چې پوځ د ده سياسي عمل څخه د لاتعلقۍ اعلان وكړو۔ ده ووئيل د ده مسئله دا نه وه چې د پوځ په سياست كښې كوم كردار وو بلكې د ده مسئله دا وه چې پوځ د ده ملاتړ ولے نه كوي۔ د ده په پارولو د مئي په 9 مه نېټه په جي اېچ كيو او د كور كمانډر هاؤس په شمول په پوځي تنصيباتو بريدونه وكړې شول۔ د پاكس??ان په سياسي تاريخ كښې د كوم ګوند داسې نه دي كړې۔ ده ووئيل په دې بريدونو كښې ككړ كسان به قانون سره مخ كولې شي۔ ده ووئيل د جمهوريت پياوړتيا له سياسي استحكام ضروري دے۔ ده زياته كړه چې د ميثاق جمهوريت له امله كال 2008 څخه تر كال 2013 هېواد كښې سياسي استحكام ??ات?? شو۔