اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) د تعليم وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي چې تعليم تل زمونږ اولينۍ ترجيح پاتې شوې، د سکولونو نه بهر نزدې دوه كروړه 25 لكه ماشومان د تعليم په نيټ ورک کښې راوستل د حکومت مشن دے، د وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر ناصر محمود په فعاله مشرتابه كښې علامه اقبال روغتون د حكومت دا مشن كامبابولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د علامه اقبال اوپن پوهنتون د شېخوپوره ??يج??ل كېمپس اكېډمك بلاك د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن شېخور پوره لپاره د حكومت اقدامات تفصيل سره بيان كړل۔ ده ووئيل د شېخو پوره ??يج??ل كېمپس د بنياد تيګه مو تېر كال اېښودلې وه او د اكېډمك بلاك د بنياد تيګه اوس كېښودلې شي۔ وفاقي وزير د پوهنتون وائس چانسلر ته د شېخو پوره كېمپس د تعمير كار په درې مياشتې كښې د بشپړ كولو هدايت وكړو۔ په دې موقعه وائس چانسلر ډاكټر ناصر محمود په خپل خطاب كښې ووئيل د شېخوپورہ زده كوؤنكو سره به د فيسونو په مد كښې د كال 20 لكه روپۍ رعايت كولې شي او 80 فيصده لمبرې اخستونكو ته به فيس وركولې شي۔ په دستوره كښې د پاکستان انسټی ټیوټ آف ایجوکیشن ډائرېکټر جنرل، شاهد سرویا، ډائریکټر جنرل ریجنل سروسز، ډاکټر ملک توقیر ا??مد خان، ریجنل ډائریکټر شیخوپورہ، جاوید اقبال، ریجنل ډائریکټر، لاهور، ریجنل ډائریکټر ناروال، ریجنل ډائریکټر فیصل آباد، ریجنل ډائریکټر ګجرانواله او د ریجنل ډائریکټر سیالکوټ په شمول ځايي اېم اېن ايز ٬ د زده كړې پوهانو او زده كوؤنكو ګډون وكړو۔
سكولونو څخه بهر ماشومان د تعليم په نيټ ورك كښې شاملول د حکومت مشن دے٬ رانا تنوير
Alchemy Gold Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ