اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز اسلام آباد (آئي اېس اېس آئي) ډائريکټر جنرل سهېل محمود په مشرۍ كښې د پاکستان سفيرانو٬ د تعليم سينئر پوهانو٬ محققينو او د ميډيا د نمائندګانو پشمول 15 كسيزه پلاوې د چين دوره كوي۔ د جاري خبر پاڼې له مخې د شنګهائي د فوډان يونيورسټي په بلنه د پاكستان په پلاوي كښې په شامل غړو كښې د ټولو صوبو سره سره د آزاد جمو و كشمير او ګلګت بلتستان نمائندګان هم شامل دي، د پريکټيشنرز او د تعليم ??وهانو په توګه د دوي د چائنا سټډيز، د سيمه ايزو او نړيوالو معاملو٬ د پاك چين اړيكو او د چائنه پاكستان اكنامك كوريډور (سي پېك) پراخه تجربه ده۔ پلاوي به په شنګھائي كښې د فوډان پوهنتون په اهتمام كښې سېمينار او په بېجنګ كښې د چائنا انسټي ټيوټ آف کنټيمپريري انټرنيشنل رېليشنز تر سېوري لاندې په درېم پاکستان چائنا تھنك ټېنك فورم كښې ګډون كوي٬ پلاوې به د چين د خار??ه وزارت دوره كولو سره سره د بېلا بېلو تعليمي او تجارتي سهولتونو دوره هم كوي٬ د پلاوي دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه ??لمي او د اولس ترمېنځه ??بادلو ته وده وركولو كښې مرستياله وګرځي۔ د چين د تعليم ??وهانو٬ اسکالرز او سرکاري چارواكو سره خبرو كښې به تجارت، ??يکنالوجۍ او د بنيادي ډھانچے پرمختګ پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو موقعې په رامخې ته كولو كښې هم مرسته وشي۔ د چين د دورې په بشپړېدو به پلاوې په 23م جولائي اسلام آباد ته راستنېږي۔
د پاکستاني سفيرانو پشمول د 15 كسيزه پلاوي د چين دوره
Predator Jane's Crypt of Fortune Online Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی