كراچۍ 22 ستمبر (اے پي پي)د اطلاتو او خپورنو ??نډ مهاله وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي وئېلي دي چې د ټاكنو ??يټه وركول د الېكشن كمېشن معامله ده٬د سر شميري په له مخې د حلقه بندو كار روان دې٬ ټاكنې به د جنورۍ په آخر كښې كېږي٬كه الېكشن كمېشن خپلواكه وي نو آزادنه٬منصفانه او سپيځلې ټاكنې كېدې شي۔د رجسټرډ سياسي ګوندونو ??اكنو ??مپائن په مهال كوم سياسي ګوند سره د فرق سلوك نه شي كولې ٬ د نواز شريف د بېرته راتللو معامله عدليې سره ده٬د لنډ مهاله حكومت دې سره هېڅ تعلق نه لري۔په دې اړه ډنډورې كول مناسب نه ګڼو۔د جمعې په ورځ د سندھ ګورنر ټيسوري سره خبري كنفرنس كښې په خپل خطاب كښې د اطلاعاتو او خپرونو ??نډ مهاله وفاقي وزير ووئيل چې د سندھ ګورنر كامران ټسيوري سره په ملاقات كښې مثبت خبرې اترې شوي۔ده ووئيل چې سندھ زما خپله صوبه ده٬د سندھ صوبې په اړه د سندھ ګورنر په تعميري او مثبت خيالاتو د هغه مننه كوم۔ده ووئيل چې لنډ مهاله حكومت د اګست په 17مه نېټه سوګند پورته كړې٬دا يو آئيني او قانوني حكومت دې۔ده ووئيل چې تېر شوي حكومت د سر شميري منظوري وركړی٬د ټاكنو ??ه اړه د پاكستان آئين شته چې ټاكنې به د آخري سر شميري له مخې كېږي ځكه چې آخري سر شميري په كال 2023 كښې شوې وي او د دې شميرو له مخې حلقه بندۍ نه وه شوې۔د سر شميري له مخې د حلقه بندو كار روان دې٬د ټاكنو ايكټ 2017 له مخې د ټاكنو ??مپائن لپاره سياسي ګوندونو ته 54 ورځې وركول هم ضروري دي۔الېكشن كمېشن ښكاره وئيلي دي چې په ټول هېواد كښې د جنورۍ په آخري اونۍ كښې به ټاكنې كېږي۔ده ووئيل چې د ټاكنو ??ولو اعلان څخه ډنډورې خپرونكي مايوسه شوي دي۔ده ووئيل چې د ټاكنو ??يټه وركول زمونږ ذمه واري نه٬د اليكشن ايكټ له مخې دا ذمه واري د ټاكنو ??ميسون ده او الېكشن كمېشن وئېلي دي چې دا اليكشن به كله كېږي۔د اطلاعاتو لنډ مهاله وفاقي وزير ووئيل چې د رجسټرډ سياسي ګوندونو ??اكنو ??مپائن په مهال كوم سياسي ګوند سره د فرق سلوك كولې نه شي۔د يوې پوښتنې په ځ??اب كښې ده ووئيل چې هر وګړي ته د رائے څرګندونې حق ترلاسه دې۔بلاول بهټو زرداري د پاكستان د لويې سياسي ګوند مشر دې چرته چې يو وګړي او خبريال ته د خپلې رائے وركولو حق دې هلته بلاول بهټو زرداري ته هم دا حق ترلاسه دې چې هغه د خپلو تحفظاتو څرګندونه وكړي۔ده ووئيل چې د نجكارۍ لنډ مهاله وفاقي وزير فواد حسن فواد تقريبا تر 35 كاله په سروس پاتې شوې٬په دې مهال هغه په پنجاب كښې هم خذمات ترسره كړي او بېلو شخصياتو سره او حكومتونو ??ښې هم كار كړې۔ده ووئيل چې د لنډ مهاله حكومت راتللو نه وړاندې د حكومت لويه برخه د مسلم ليګ(ن)وه٬كه چرې هغوي وزير جوړولو نو ??غه د 16 مياشتو لپاره وزير جوړېدو٬د دريو څلورو مياشتو لپاره وزير ولې نه جوړیدو؟ده ووئيل چې د فواد حسن فواد هېڅ تړون نشته۔د يوې پوښتنې په ځ??اب كښې ده ووئيل چې د خبريال جان محمد مهر وژنې پېښه چې كله رامخې ته شوه نو ??ه هغه ورځ زما د سندھ لنډ مهاله اعلٰی وزير سره خبرې شوې وې٬نن هم زما د سندھ لنډ مهاله اعلٰی وزير سره خبرې شوي دي۔زمونږ هڅه ده چې د جان محمد مهر قاتلان خپل انجام ته ورسولې شي او د هغه كورنۍ ته انصاف وركړی شي۔د نواز شريف په اړه د يوې پوښتنې په ځ??اب كښې لنډ مهاله وفاقي وزير ووئيل چې د پخواني وزيراعظم نواز شريف د بېرته راتللو معامه عدليې او قانون سره ده٬د دې د لنډ مهاله حكومت سره هېڅ تعلق نشته٬په دې اړه ډنډورې كول مناسب نه ګڼو۔د سوشل مېډيا په ړه د يوې پوښتنې په ځ??اب كښې د اطلاعاتو او خپرونو ??نډ مهاله وفاقي وزير ووئيل چې بنيادي قانون سازي د پارليمان اختيار دې٬دا مهال په پارليمان كښې يوازې سينيټ موجود دې٬كه چرې هغوي كوم قانوني سازي كوي نو ??غه د ايكټ درجه ترلاسه كولې نه شي۔لنډ مهاله حكومت سره اختيار نشته چې هغوي بنيادي قانون سازي وكړي۔د يوې پوښتنې په ځ??اب كښې ده ووئيل چې الېكشن كمېشن خپلواكه وي نو ??ه هغه صورت كښې آزادانه٬منصفانه او سپيځلې ټاكنې كېږي۔د ټاكنو ??ميسون منظورۍ نه بغېر د چا تبادله كولې نه شي۔لنډ مهاله وفاقي وزير ووئيل چې ورځپاڼو او ټي وي چينلز كښې د كار كونكو وركرز مسئلو نه خبر يو٬زمونږ هڅه ده چې د قانون دننه پاتې كېدو سره د هغوي مسئلې حل كړو۔د خبريال خالد جميل د ګرفتارۍ په اړه په پوښتنه لنډ مهاله وفاقي وزير ووئيل چې خالد جميل اېف آئي اے نيولې دې٬يو عدالت د هغه د نيولو وارنټ جاري كړی وو۔ده ووئيل چې د آئين او قانون له مخې په 24 ساعت كښې د هغه په عدالت كښې وړاندې كول لازمي دي۔ده ووئيل چې قانون نافذ كونكو ادارې د قانون له مخې كاروائي كوي٬د قانون له مخې دا معامله عدالتونو ته وړل پكار دي او مونږ په عدالتي چارو كښې مداخلت كول نه غواړو۔ده ووئيل چې كه خالد جميل سره كوم زياتې شوې نو ??ه قانون كښې پاتې كېدو سره به د هغې د لرې كولو هڅه كولې شي
د حلقه بندو كار روان دې٬ټاكنې به د جنورۍ په آخر كښې كېږي٬د ټاكنو په كمپائن كښې به كوم هم ګوند سره د فرق سلوك نه كېږي٬د نواز شريف د بېرته راتللو معامله عدليې سره ده٬ لنډ مهاله حكومت دې سره هېڅ تعلق نه لري۔مرتضٰی سولنګي
Frozen Era Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی