اسلام آباد۔27ستمبر(اے پی پی) الېکشن کمېشن د ډيجيټل سر شمېرې 2023 لاندې په ګ??د هېو??د كښې د قامي او صوبائي اسمبلۍ د نوو حلقه بنديو ابتدائي فهرست جاري کړے دے۔ د الېکشن کمېشن لخوا د جاري شوي تفصيلات ترمخه د قامي اسمبلۍ عمومي چوكو شميره 266 ده ??و په يو حلقه كښې د وو??رانو شميره 8 لاکه نه زياته اېښودلې شوې ۔ د پنجاب اسمبلۍ د ټولو چوكو شمېره 297 ده۔ دغسې د د سندھ د عمومي چوكو 130 او د خېبر پوښتونخوا 115 ده۔ دلته په حلقو كښې د وو??رانو شمېره 3 څخه تر 5 لكه ده۔ د بلوچستان اسمبلۍ د عمومي چوكو شمېره 51 ??و په حلقو كښې د وو??رانو شمېره 2 څخه تر 4 لكه ده۔ دا تفصيلات د الېكشن كمېشن په وېب پاڼه وركړې شوي۔ ددې نوؤ حلقو په اړه اعتراضات يا وراندېزونه تر 27 اكتوبر جمع كېدے شي كوم به چې سېكرټري الېكشن كمېشن ته استولے شي۔ تر 30 نومبر به حتمي فهرستونه جاري كولے شي۔ وفاقي پلازمينې څخه د قامي اسمبلۍ درې ٬ پنجاب څخه 141، سندھ څخه 61، خیبرپښتونخوا څخه 45 او بلوچستان څخه 16 چوكې مقرر دي۔ په ګ??د هېو??د كښې به د قامي اسمبلۍ ټول 60 خصوصي نشستونه وي۔ دغسې د پنجاب اسمبلۍ عمومي چوكو شمېره 297 ٬ د مېرمنو 66 او او د نان مسلم 8 ده۔ د سندھ اسمبلۍ د عمومي چوكو شمېره 130 ٬ د مېرمنو 29 او د نان مسلم 9 ده۔ د خېبر پښتونخوا د عمومي چوكو شمېره 115 ٬ د مېرمنو 26 او د نان مسلم 4 ده ۔ د بلوچستان د عمومي چوكو شمېره 51 ٬ د مېرمنو 11 او د نان مسلم 3 ده۔ په پنجاب كښې يو نشست لپاره د نفوس لږ تر لږه شمېره 9 لکه 5 زره 595، سندھ لپاره 9 لکه 13 زره 52، خېبرپښتونخوا لپاره 9 لکه 7 زره 913، بلوچستان لپاره 9 لکه 30 زره 900 او اسلام آباد لپاره 7 لکه 87 زره 954 اېښودلې شوې ۔ دغسې پنجاب اسمبلۍ كښې عمومي نشست لپاره د نفوس شمېره 4 لکه 29 زره 929، سنده كښې 4 لکه 28 زره 432، خېبر پښتونخوا كښې 3 لکه 55 زره 270 او بلوچستان كښې 2 لکه 92 زره 47 مقرر كړې شوې
اليکشن کميشن د ډيجيټل سر شميرې 2023 لاندې په ګرد هيواد كښې د قامي او صوبائي اسمبلۍ د نوو حلقه بنديو ابتدائي فهرست جاري کړو
Sweet Dream Rich Mine Entertainment Platform Entrance
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال