اسلام آباد 29 جون(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين وئېلي دي په 74 كلونو كښې په وړومبي ځل د غريب اولس خېر٬ښېګړې٬پرمختګ او د څوكالۍ لپاره تږ لاره وړاندې كړې شوې د كومې چې په ماضي كښې مثال نه موندلے كېږي ٬د ټېكس غلو په ضد كاروائۍ لپاره د انكم ټېكس ايكټ په شق 203 كښې اصلاحات راوړلې شوي د كومې د لارې به چې د ټېكس غله نيولې شي٬ تر څو چې د ټېكس ټو جي ډي پي شرح تر 20 فيصد نه وي راوستلې شوي صورتحال ښه كېدے نه شي٬د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د كركيلې څانګې لپاره وفاقي حكومت 62 اربه روپۍ بجټ بېل كړے٬ دغسې په سره به هم سبسډي وركولې شي٬كوم نوے ټېكس نه دے لګولے شوے٬د سوادګرو څخه چې كوم سېلز ټېكس اغستلے شو مونږ به د دوي څخه هم هغه ټېكس اخلو ۔د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې په مالي بل 22- 2021 د بحث راغونډولو په مهال د خزانې وزير شوكت ترين ووئېل مونږ هيله لرله چې نن به په مالياتي بل كښې په تراميم بحث كېږي خو د دغې په ځاے مونږ وېناګانې واورېدې٬ په 74 كلونو كښې په وړومبي ځل د غريب اولس خېرښېګړې٬پرمختګ او د څوكالۍ لپاره تږ لاره وړاندې كړې شوې كومه چې په تېر وخت كښې مثال نه لري۔ ده ووئېل كركيلې او كاروبار لپاره چې د سود نه پاك قرض وركړے شي نو دې سره به په هېواد كښې خوشحالي راشي او اپوزېشن به فارغ شي۔ده ووئيل د ډوډۍ٬جامې او كور نعرې په تېر وخت كښې هم وهلې شوې وې خو اوسني حكومت په دې عمل كړے۔ده ووئيل په بجټ كښې چې كوم اهداف وركړے شوي مونږ به هغه پوره كوو۔د ګرانۍ ذكر كولو سره د خزانې وزير ووئيل په دې وخت كښې بنيادي افراط زر د 7 فيصده په كچه دے كوم چې د دوي په حكومت كښې هم ؤ ۔په غذائي افراط زر كښې اضافه شوې۔د دې بنيادي وجه دا ده چې په تېر وخت كښې د كركيلې په څانګه پيسې نه دي خرڅ كړې شوي ۔ ده ووئېل په كركيله كښې د سرمايه كارۍ نه كېدو له امله مونږ د چينو ٬غنمو٬دالونو او نورو غذائي څيزونو په درآمد زرمبادله مصرف كوو۔په دې وخت كښې په نړيوال ماركيټ كښې د غذائي څيزونو بيعه د لسو كالو په لوړه كچه ده ٬د دې صورتحال مقابلې لپاره مونږ له به كركيلې او زرعي پېداوار له ترقي وركول وي۔ده ووئيل په كال 18-2017 كښې په كركيله 1.6 اربه روپۍ خرڅ كړې شوې وې۔د نوي مالي كال په بجت كښې حكومت د كركيلې پرمختګ لپاره 63 اربه روپۍ بېلې كړي۔سرې او زرعي داروګانو لپاره 100 اربه روپۍ د دې اضافي دي۔ده ووئيل د 40 لكه كورنيو آمدن به زياتولې شي۔د دې په نتيجه كښې به غربت كم شي او د 40 نه په پنځو كلونو كښې به خوشحالي راشي۔د دې څخه وړاندې د قامي اسمبلۍ نورو غړو هم په بحث كښې برخه واخسته۔
په 74 كلونو كښې په وړومبي ځل د غريب اولس خېر ښېګړې٬پرمختګ او څوكالۍ له تږ لاره وړاندې كرې شوه٬مالي كال 18-2017 كښې په كركيله 1.6 اربه روپۍ خرڅ كړې شوي٬موجوده حكومت كر كېلې لپاره په بجټ كښې 63 اربه روپۍ اېښودلي۔د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha