ګلګت 30 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په ګلګت بلتستان كښې د سېلګرې ډېرې موقعې شته او د دې څخه ډېره زر مبادله ترلاسه كېدې شي چې په نتيجه كښې به ئې معيشت مستحكم شي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ د ګلګت دورې په مهال د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی لخوا د سېلګرې ودې او په دې لړ كښې د شوو اقداماتو په اړه د بريفنګ په مهال وكړې. وزيراعظم ته د اېس سي او لخوا بريفنګ وركړے شو. وزيراعظم د اېس اسي او تر سيوري لاندې د پروژو پرانسته وكړه چې پكښې د سي پېك د خنجراب نه تر پېنډې د فائبر آپټك وړومبې پړاٶ، په ګلګت بلتستان كښې په 39 ځايونو كښې كورونو ته د آپټك فائبر تار رسنه، د اېس سي او په شركت په قراقرم پوهنتون كښې انكيوبېشن سنټر جوړول، د نامتو كوه پېما ارواښاد علي سدپاره په ياد كښې د كے ټو په بېس كېمپ د جديد ټرانسيور سټېشن جوړول او د ګلګت بلتستان په لرې سيمو كښې رابطې لپاره د VSAT حب جوړول شامل دي. وزيراعظم د آپټك فائبر كېبل د دوهم پړاٶ او په هنزه كښې د سافټ وېئر ټېكنالوجي پارك جوړولو بنياد هم كېښودو. وزيراعظم ته ثانيه نشتر په ګلګت بلتستان كښې د احساس پروګرام له مخې د مرستې روانو پروژو او د سباٶن منصوبه بندې په اړه هم بريفنګ وركړو. وزيراعظم په دې موقع ټول ګلګت بلتستان لپاره د احساس نشونما، احساس ثانوي تعليمي وظيفو او د احساس يو مېرمن يو اكاٶنټ اجرا هم وكړه. د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی وزيړاعظم ته په ګلګت بلتستان كښې د سېلګرې ودې او په دې لړ كښې د شوو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو. په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل په ګلګت بلتستان كښې د سېلګرې ډېرې موقعې شته او دې څخه ډېره زر مبادله ترلاسه كېدې شي چې په نتيجه كښې به ئې معيشت مستحكم شي. وزيراعظم تاكيد وكړو چې د سېلګرې په پروژو كښې دې د ماحوليات د تحفظ خاص خيال وساتلے شي. وزيراعظم د ګلګت بلتستان د حكومت د وېب پورټل، د چيف منسټر ټاسك مېنجمنټ سسټم او د چيف منسټر كمپلېنټ مېنجمنټ سسټم پرانسته هم وكړه. د دې نظام اجرا سره به د اولس ګيلې لرې كولو له مرسته تر لاسه شي او په سركاري كارروائې كښې به جدت راشي او د محكمو ترمېنځه رابطه كاري به مستحكمه شي
وزيراعظم عمران خان ته د ګلګت دورې په مهال د بېلا بېلو پروژو په اړه بريفنګ وركړے شو
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو