اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم يوته ??روګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئېلي دي حكومت د موسمياتي بدلونونو پشمول رامخې ته شوو چېلنجونو مخ نيوي لپاره هر ممكن ا??دا??ات كوي٬د وزيراعظم يوته ??روګرام د لارې په ځوانانو كښې د موسمياتي بدلونونو په اړه شعور بېدارولو لپاره په هر پوهنتون كښې ګرين يوته ??وومنټ كلب جوړوو ۔په اولسي كچه خبرتيا پېدا كولو لپاره رضا كار فورس جوړ كړے شوے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت پ ورځ ګرينډ يوته ډائيلاګ ايجوكېشن او ټول كټس تقسيم كولو دستورې ته خطاب كښې وكړه ۔رانا مشهود احمد خان ووئېل ځوانان زمونږ د هېواد وياړ دے٬د ټولو صوبو پرمختګ د ټول پاكستان پرمختګ دے۔هغه صوبې چرته چې چېلنجونه زيات دي هلته ??ه ځوانانو كښې مخ په وړاندې تللو عزم زيات دے چې كله هم ځوانانو ته ??وقعې او پليټ فارم ترلاسه شوے دوي د ښې كاركردګۍ څرګندونه كړې۔ده ووئيل مونږ به صلاحيت لرونكو ځوانانو ته ??وقعې وركوو او د دوي به ډاډګيرنه كوو٬زمونږ مقصد ځوانان مثبت هلو ځلو كښې شاملول دي۔ده ووئيل دواړه يو اين ډي پي او جاپان پاكستان كښې بېلو پروژو كښې سرمايه كاري كوي٬په دې د هغوي مننه كوم۔ده ووئيل مونږ د پنجاب صوبې په لرې پرتو سيمو كښې ځوانانو ته ??ليټ فارم او آسانۍ وركړي د كوم چې مثبت نتيجې راغلې٬د دغسې هلو ځلو څخه به د خېبرپښتونخوا صوبې په لرې پرتو سيمو كښې صلاحيت لرونكي ځوانان وړاندې راشي۔ده ووئيل د محنت او باور څخه كاميابۍ ترلاسه كېږي٬چې د خپلو لويو او استاذانو ادب وكړې نو د پرمختګ لارې هېڅ مخ نيوے نه كېږي۔ده ووئيل د وزيراعظم يوته ??روګرام د لارې په ځوانانو كښې د موسمياتي بدلونونو په اړه شعور رابېدارولو لپاره هر پوهنتون كښې ګرين يوته ??وومنټ كلب جوړوو۔په اولسي كچه خبرتيا پېدا كولو لپاره رضا كار فورس جوړ كړے شوے٬دا رضا كار فورس د موسمياتي بدلون پشمول ټولو څانګو كښې خپله مرسته ??وي۔
حكومت د موسمياتي بدلونونو پشمول رامخې ته شوو چېلنجونو مخ نيوي لپاره هر ممكن اقدامات كوي۔رانا مشهود احمد خان
पूर्वोत्तर इलेक्ट्रॉनिक्स ईमानदार सट्टेबाजी प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز