اسلام آباد 06 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ??ئي??ي دي زه د تباه كن سيلاب نه پس د مرستي سوال نه كوم بلكه د آلودګۍ خپرونكو مالدارو هېوادونو څخه ماحولياتي انصاف غواړو، مونږ د مالي معاونت خبره كوو خو دا ?? پور په صورت نه ده پكار،نړيوالي ورورولۍ له د سيلاب ځپليو بحالۍ او تعميرنو لپاره د لا ښو او لويو پروژو سره راوړاندې كيدل پكار دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د برتانيې ورځپاڼي’’دي ګارډين‘‘ سره مركه كښې وكړه۔ده و??ئي?? د سيلاب له امله پاكستان كښې لويه تباهي شوې ٬ مونږ د سيلاب نه پس د آلودګۍ خپرونكو مالداره هېوادونو په وړاندې كچكول نشو راغستے ، مونږ له د نړ??والي ورورولۍ څخه ماحولياتي انصاف پكار دے۔وزيراعظم خبردارے وركړو چې پاكستان د پشكال بارانونو نه پس صحت ، د خوراك تحفظ او په عارضي توګه د بې كوره شوو كسانو بحالۍ غوندې لويو چيلنجونو سره مخ يو، د دې بارانونو په نتيجه كښې د سيلاب له امله د هېواد زياته برخه د اوبو لاندې راغلې،په ځيني سيمو كښې زيات طوفاني بارانونه شوي۔ شهباز شريف و??ئي?? ما په خپل ژوند كښې دورمره لويه توګه تباهي او د خپلو وګړو تكليفونه نه وؤ ليدلي، هغوي په خپل هېواد كښې د ماحوليات له امله كډوال شوي۔ده د نږړيوالي ورورولۍ د اړخه وركړې شوے په اربونو روپۍ فنډز، عطيات او د نورې مرستې كولو لوظونه ناكافي ګرځولو سره و??ئي?? د ماحولياتي بدلون څخه زمونږ په هېواد كښې شوې تباهي زمونږ د معاشي وسائلو څخه زياته ده،زمونږ د شته وسائلو او ضروريات ترميڼځه فرق زيات دے كوم چې ورح په ورځ زياتيږي۔ وزيراعظم ماحولياتي انصاف په اړه په ډاګه و??ئي?? مونږ په چا تورونه نه لګوو، مونږ پخپله ځپلې شوې يو، آيا ما له د كچكول سره د مرستي اپيل پكار دے ؟ دا لويه صدمه ده ، دا نا انصافي ده او غيرشفافيت دے۔ده و??ئي?? مونږ د چين او پيرس كلب پشمول ټولو څخه د غيرملكي قرضو د معطل كولو په امكانات خبري اترې كوو چې پاكستان به په هيڅ صورت هم نادهنده نه شي۔ مونږ د مالي مرستې خبره كوو خو دا ?? نورو قرضو په صورت نه۔ وزيراعظم و??ئي?? زه د همدردې د بيانونو مننه كوم خو دغه اعلانات په عملي اقدامات بدلولو ته اړتيا ده، نړ??واله ورورولي ښه كار كوي خو دا پوره نه ده بايد هغوي د سيلاب ځپليو بحالۍ او تعميرنو لپاره نورې ښو او لوئي منصوبو سره راوړاندې شي۔ شهباز شريف و??ئي?? شتمندو هېوادونو يوه لسيزه وړاندې پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د كوم هم موسمياتي هنګامي صورتحال مخنيوي لپاره په يو كال كښې د 100 اربه ډالره ماحولياتي فنډ وركولو لوظ كړے ؤ،هغه روپۍ چرته دي ؟ مالداره هېوادونو له خپل دغه لوظ پوره كولو له دا ښه وخت دے۔ده و??ئي?? مونږ د تلافي نه وايو ، زما خيال دے چې دا وخت د تلافي خبره مناسب نه ده خو بيا هم زه چې څه وايم هغوي له د دې صورتحال نوټس اخستل پكار دي او د ذمه وارۍ څرګندونه كول پكار ده ۔ده و??ئي?? نه يواځي پاكستان بلكه نړۍ لپاره دې څخه وړاندې چې ناوخته شي او د زيان آزاله ممكن نه وي،بايد په سمدستي توګه اقدامات وكړي
د خيرنوالي خپرونكو هېوادونو څخه ماحولياتي انصاف غواړو، مالي معاونت د پور په صورت نه دې پكار، د وزيراعظم شهباز شريف مركه
Roulette 1-Azure Online Betting
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک