د عمران خان د قول و فعل تضاد رامخې ته شوے٬ د ناٶياته ډالو په خرڅولو ئې د هېواد عزت سره لوبې كړي ۔ مصدق ملك
Fund the emoji APP download URL
APP34-171122
ISLAMABAD: November 17 - Minister of State for Petroleum, Senator Dr. Musadik Malik addressing a press conference at PID Media Center. APP/UER/ABB/TZD
اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د پټروليم وزير مصدق ملك وئيلي دي د عمران خان منافقت او قول و فعل كښې تضاد رامخې ته شوے٬ په ناٶياته ډالۍ خرڅولو ئې د هېواد عزت سره لوبې كړي، د مدي??ې د رياست دعوېدار په توشه خانه كښې جارو وهلې٬ عمران خان دې د توشه خانه د ډالو خرڅولو رسيدونه رامخې ته كړي چې حقيقت ټولو ته معلوم شي، د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل هغه به اول د امريكې پحقله څه وئيل او اوس څ?? وائي۔ ده ووئيل د كرپشن او مافياز په ضد د جهاد خبرې كونكي 250 مېليونه ډالره كوم ??ې د اكنامك كرائم اېكټ له مخې د ملك رياض په لندن كښې نيولې شوې وٶ ٬ په قامي خزانه كښې د جمع كولو په ځاے كابينې ته د ښودلو نه غېر په يو دستاوېز لاسليك سره هم د ملك رياض په كهاته كښې جمع كړي او د دغې په بدل كښې هغه د ملك رياض څخه 450 كنال زمكه اغستې ٬ ھغه خپلو سياسي هلو ځلو ته د جهاد نامه وركوي خو حقيقت كښې ئې د دې برعكس اقدامات كړي او دوه مېليونه پاٶنډ ئې د عارف نقوي نه اخستي او ھغه ته ئې د 250 اربه روپو ګټه رسولې ۔ ده ووئيل ايا د يو ارب 70 كروړه روپو ګهړۍ په دوه كروړه اخستو سره په پنځه كروړه خرڅول هم كرپش نه دے؟۔ د يوې پوښتنې په ځواب مصدق ملك ووئيل د پوځ سرلښكر د تعيناتۍ پحقله به ټولو اتحادياتو سره مشاورت كولے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په هېواد كښې پېدا كېدونكې ګا?? د اته نه تر نهه فيصده شرح سره كمېږي خو مونږ د تېر كال په مقابل كښې د اضافي ګا?? انتظام كړے او د دې نه علا??ه شل زره ټنه اضافي اېل پي جي اخستې شوې ، كوم ځائ ??ې د ګا?? كمے وي دا به هلته وركولې شي ۔ مصدق ملك ووئيل ما د ترکمانستان، آذربائيجان، متحده عرب امارات او قطر دورې كړې ، مونږ هڅه كوٶ چې ګا?? پائپ لائن منصوبو كار وكړو او په دې لړ كښې اقدامات كوٶ چې پكښې د ټرمېنلز جووړلو او د تېل او ګا?? ذخيره كولو منصوبې هم شاملې دي