ډېره اسماعيل خان 26 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي ترهګري هېواد لپاره فتنه او ناسور دے ٬ د دې به خاتمه كوٶ، د ګهړۍ غل هېواد په نړۍ كښې بدنام كړے٬ د معيشت بېړه ئې غرقه كړې او ملګرو هېوادونو سره ئې اړيكې خرابې كړې٬ په خېبرپښتونخوا كښې تباهي د پخواني حكومت د ناسمه منصوبه بندۍ په سبب ده ٬ د عمران نيازي د ناسمو پاليسيو په سبب هېواد ديواليه كېدو ته نزدې ٶ، مخلوط حکومت هېواد د ديواليه كېدو نه ساتلے ٬ اولس دې پرېشانه كېږي نا هېواد به د ستونزو نه رابهر كوٶ٬ د سېلاب ځپليو د كورونو تر آباد كارۍ به په قلاره نه كېښنو، د اربونو روپو پرمختيائي منصوبو سره به په سوئيلي خېبر پښتونخوا او ډېره اسماعيل خان كښې پرمختګ او سوكالي راشي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د بېلا بېلو پرمختيائي منصوبو د بنياد تيګه اېښودو او پرانستې په موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دستوره كښې د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) امير او د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان، د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي، وفاقي وزيرانو احسن اقبال، مولانا عبدالواسع، مفتي عبدالشکور، مولانا اسعد محمود، مريم اورنګزېب، د وزيراعظم سلاحكار انجينئر امير مقام، د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر زاهد اکرم دراني پشمول لوړ پورو او د سيمې مشرانو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرۍ فنته بيا سر پورته كوي٬ په بنو كښې ډېره دړدېدٶنكې پېښه رامخې ته شو?? خو د امنيتي ادارو اهلكارو٬ کمانډو افسرانو او ځوانانو اپرېشن وكړو٬ په عملياتو كښې برخه اخستونكو اغسرانو او اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ ده وو??ېل په پېښه كښې شهيد شوي اهلكار زمونږ اتلان دي، د هغوي قربانۍ به تل ياد ساتلې شي٬ هغوي د جرات او مړانې شاندار تاريخ رقم كړے٬٬ ده وو??ېل يو پوځي افسر كوم چې په رخصتۍ ٶ په رضاكارانه توګه ئې په اپرېشن كښې برخه اخستې٬ د ھغه جرات٬ بهادري او عزم د ستائنې وړ دے، بلوچستان كښې هم يوه پېښه رامخئ ته شو?? ٬ په دې معامله غونډه رابلل?? شوه ٬ د دې پېښو مخنيوے به كوو او د ترهګرۍ لعنت به خاتمه كوٶ، وفاقي او صوبائي حکومتونه او ادارې به د قلنګ اخستونكو٬ اغواء كارو او د ترهګرۍ د فتنې خاتمه كوي۔ وزيراعظم ووئيل په دې سيمه كښې څو مياشتې وړاندې چې زه راغلے ووم نو اوبه اوبه وې٬ د سېلاب له امله لويه تباهي شو?? خو نن د پرمختګ او د سوكالې د منصوبو د بنياد تيګه اېښودې شو?? ٬ سېلاب څخه په نوښار ، چارسده، کالام، کوهستان، ډيره اسماعيل خان او ټانك كښې ډېر زيان شو?? ٬ سوات كښې هم تباهي شو?? او په دې كښې لويه برخه د پخواني حكومت د غلط منصوبو ده، ده وو??ېل په سيندونو كښې كورونه او هوټلې جوړې كړ?? شوي٬ په صوبه كښې د ھغه ګوند حكومت دے چې په نورو تنقيد كوي خو د دوي د خراب ګورننس او كاركردګۍ له امله دلته تباهي راغلې۔ وزيراعظم ووئيل وفاقي او صوبائي ادارو شپه او ورځ د سېلاب ځپليو مرستې لپاره اقدامات كړي او 85 اربه روپۍ ئې په سېلاب ځپليو 25 ٬ 25 زره روپۍ د كورنۍ په سر تقسيم كړي ٬ د دې نه علاوه ئې ځپليو له كمبلې٬ خېمې او داروګان هم وركړي٬ ده وو??ېل زمونږ نورو هېوادونو هم مرسته كړې ٬ خو سېلاب ځپليو لپاره چې څومره وسائل وركړے شي كم دي، د جنورۍ په 9 مه نيټه په جنيوا كښې ډونرز کنفرنس كېدونكے دے، هلته به هم نړۍ خبروٶ چې په ګلوبل وارمنګ كښې د پاكستان برخه د يو فيصد نه هم كمه ده او د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو زياته ده ٬ كومه تباهي چې شو?? ھغه زمونږ په سبب نه ده٬ ده وو??ېل مخلوط حکومت او صوبې به د سېلاب ځپليو تر بيا آبادكارۍ په قلاره نه كېښني۔ ده ووئيل دلته د پرمختيائي منصوبو پېل د مولانا فضل الرحمان د ذاتي خوښۍ څرګندونه ده٬ د اسلام آباد نه تر ډيره اسماعيل خان هکله موټروے هم جوړه كړې شو?? ، ٬ د سي پېك د آخري برخې په توګه د سکھر حېدرآباد موټر وے د بنياد تيګه هم اېښودې شو?? ۔ ده ووئيل وزيراعظم ووئيل د كله نه چې ما سوګند پورته كړے نو ما هم دا احساس نه لرلٶ چې معيشت د پخواني حکومت د ناسمه پاليسو په سبب دومره خراب شو??٬ هېواد ديواليه كېدو ته نزدے ٶ، ده وو??ېل آئي اېم اېف سره چې لوظنامه ختمه شوه وه مو د مخلوط حکومت او د ادارو د هلو ځلو او د اولس ??ه دعاګانو او پاكستان د خواخوږو د محنت او مرستې په سبب هېواد د ديواليه كېدو نه بچ كړے شو، دې كښې هېڅ شك نشته چې بلها چېلنجز موجود دي، سېلاب څخه 30 اربه ډالره زيان شو?? ٬ نړۍ كښې كساد بازاري ده٬ د تېل او ګاز بيعه زياته شو?? خو اولس دې پرېشانه كېږي نا مخلوط حکومت او ادارې به هېواد د ستونزو نه رابهر كري، ده وو??ېل كه مونږ محنت وكرو نو پاکستان به د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روان شي٬ په چغو٬ مرثيو او شعرونو نه به محنت هېواد پرمختګ كوي۔ وزيراعظم ووئيل د ډيره اسماعيل خان ژوب سي پېك روټ د بنياد تيګه اېښودې شو?? ٬ چشمه رائټ بېنك کېنال منصوبې سره به په زرګونو اېكړا زمكه د اوبه خور شي٬ د چشمه پاور پلانټ منصوبه هم تعطل سره مخ ٶه او اوس به دا په يو نيم كال كښې بشپړه شي٬ 132 کے وي ګرډ سټيشن د بنياد تيګې په اېښودو د سيمې اولس د مباركۍ مستحق دے۔ وزيراعظم ووئيل په الېكشن كښې به اولس ??رېكړه كوي چې ايا ھغوي به ھغه چا ته ووټ وركوي چې چا چې د خانه کعبه د ماډل ګهړۍ خرڅه كړې٬ شپه او ورځ بدې ردې وائي يا به ھغوي ته ووټ وركوي څوك چې شپه او ورځ د هېواد او قام خدمت كوي، مونږ به هېواد د غربت او بې روزګارۍ نه اوباسو،ده وو??ېل د بندونو جوړول د سيمې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره ضروري دي، د واپډا چيئرمېن دې په دې لړ كښې منصوبه بندي وكړي٬ مرحله وار به په صوبه كښې بندونه جوړوٶ٬ په ډېره اسماعيل خان كښې د نوې اېئر پورټ د بنياد تيګه اېښودې شو?? او دې سره د صنعتي زونز جوړولو هم تجويز وركړے شو?? ٬ اړوند وزارتونه دې په دې كار وكړي٬ دې سره به دا سيمه د زرعي او صنعتي هلو ځلو مركز شي۔ وزيراعظم ووئيل د سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره وفاقي٬ صوبائي حكومتونو٬ وسله والو ځواكونو٬ د برېښنا وزارت او نورو ادارو چې په بشپړه توګه كوم كار كړے په هغې دوي ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ
د ترهګرۍ لعنت به خاتمه كوٶ٬ د اربونو روپو پرمختيائي منصوبو سره به سوئيلي خېبر پښتونخوا او ډېره اسماعيل خان كښې پرمختګ او سوكالي راشي ۔ د وزيراعظم شهباز شريف دستورې ته وېنا
Fortune Fish, Shrimp and Crab APP game official website
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش