لاړكانه 27 دسمبر (اے پي پي)خارجه وزير او د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي شهيدې بنظيربهټو د دروغ نه د رېښتيا په سياست باور لرلو٬مونږ به د فسا?? سياست ختموو ٬ شهيدې بنظيربهټو مونږ څخه د جدا كېدو 15 كاله وشول خو د پيپلز پارټۍ جياله نن هم دلته موجود دي٬ دا ګڼلې شوه چې د بي بي په شهادت به د پيپلز پارټي سفر اودرېږي٬مونږ نن هم د شهيدې بې??ظيربهټو په سياسي منشور روان يو٬پوځ او عدليې نه بلكې پارليمان سليكټډ وزيراعظم كور ته لېږلے ٬ د ګوډا ګو دروغژن سياست به مسترد كوٶ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پخوانۍ وزيراعظمې شهيدې بې??ظيربهټو د 15م تلين په موقع اولسي جلسې ته د خپلې وېنا كولو په مهال كړې۔ده ووئيل اولس شهيده بې??ظيربهټو نه ده هېره كړې٬نن هم مونږ د هغې په سياسي فلسفه روان يو۔خارجه وزير ووئيل بې??ظير بهټو په كومه ګناه شهيده كړې شوې٬ ترهګري او آمريت د يوې سكې دوه مخونه دي٬ ترهګر په ېره خپرولو ستاسو حقونه سلب كوي او آمريت د ټوپك په زور ستاسو آزادي ستاسو نه اخلي۔ خارجه وزير ووئيل شهيدې بې??ظير بهټو د دروغو نه د رښتياﺀ په سياست باور لرلو٬ مونږ به فسادي سياست له مينځه وړو، ده ??وئ??ل مونږ د ګوډا ګو دروغژن سياست مسترد كوٶ٬ دا هېواد به يو موټے كوو، ده ??وئ??ل په يو موټے كېدو به سياست كوٶ ٬ خلق به خپل مېنځ كښې نه جنګوٶ۔ بلاول ووئيل په وړومبي ځل د عدم اعتماد د لارې مو وزیراعظم كور ته لېږلے ٬ عمران خان د عدم اعتماد كرېډټ جوبائيډن له وركول غواړي٬ عمران خان امريكائي صدر نه دے جيالو بهر كړے٬ د عدم اعتماد سازش په سپينه ماڼۍ كښې نه په بلاول هاؤس كښې جوړ شوے او دا د بندو كوټو سازش نه ٶ ٬ ده ??وئ??ل مونږ په سړكونو په جار اعلان كړے او بيا مو خپل هدف سر كړے۔ ده ووئيل ترهګرو او انتها خوښو ته په ماتې وركولو ماضي كښې هم پيپلز پارټۍ خپل كار كړے او په سباٶن كښې به هم دا كار كوٶ٬ مونږ يو كال وړاندې د جمهوريت بحالۍ لپاره تحريك پېل كړے۔ ده ??وئ??ل زه تپوس كول غواړم چې بې??ظير بهټو په كومه ګناه شهيده كړې شوې ٬ ھغه خو په وطن مئينه وه؟ ھغه د اسلامي نرۍ وړومبۍ مېرمن وزيراعظمه او د جمهوريت علمبرداره وه، آمرانو لپاره د ېرې علامت وه۔ ده ووئيل بې??ظير بهټو دېرش كاله په مړانه د جمهوريت هلې ځلې كړې ٬ ھغې ټولو لپاره يو پاكستان غوښتلو او په برابرۍ ئې باور لرلو۔ ده ووئيل زه په آخري ځل عمران خان له خبردارې وركول غواړم چې ھغه دې راشي په اسمبلۍ كښې دې كېښنې او د اپوزيشن كردار دې ولوبوي٬ تحريك انصاف دې ايوان ته راشي او په الېكشن او د نېب قانون بدلون پشمول په نوره قانون سازۍ كښې دې برخه واخلي ځكه چې مونږ نه غواړو چې تاسو په زندان كښې ئې او پخوانۍ وړومبۍ مېرمن تاسو سره ملاقات لپاره زندان ته درشي ٬ ده ووئيل كه عمران خان جمهوري رويه خپله كړي نو دا به ښه وي٬ ګنې مونږ بل انتظام هم لرو۔بلاول بهټو زرداري ووئيل شهيد ذوالفقار علي بهټو او شهيدې بې??ظيربھټو په خپل خپل دور كښې مونږ ته حقونه راكړي ٬ د 1973 آئين ئې راكړے٬د جمهوريت بنياد ئې اېښودلېےبيا يې آمريت ته ماتې وركړې او جمهوريت يې بحال كړے۔ده ووئيل مونږ به د هغې طبقې خيال ساتو د كومې خيال چې شهيد ذوالفقار علي بهټو او شهيدې بې??ظيربهټو لرلو٬كه هغوي د 1973 آئين راكړے نو شهيدې بې??ظيربهټو د دې آئين بحالۍ لپاره 30 كاله هلې ځلې كړي٬هغې ته معلومه وه چې په دې آئين كښې زما د اولس حق دے۔وفاقي وزير ووئيل مونږ چې د 18بدلون په صورت د 1973 آئين بحال كړے نو هغه د پخواني اولس مشر آصف علي زرداري په سبب شوے٬صوبو ته خپل حق وركړے شوے او جمهوريت بحال شوے او صوبو ته معاشي وسائل وركړے شوے۔
شهيدې بنظيربهټو د دروغو نه د رېښتيا په سياست باور لرلو٬مونږ به د فساد سياست ختموو۔ د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ګړهي خدا بخش كښې د شهيدې بنظيربهټو د تلين اولسي غونډې ته وېنا
Ganesha Wealth APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil