اسلام آباد 02 فروری(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې د جمو كشمير شخړی تر منصفانه حل به پاكستاني اولس ته آرام رانشي٬ پاكستان به د خپلو كشميري خوئېندو او وروڼو غېر متزلزل ملاتړ روان ساتي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د كشمير يو والي ورځې تياريانو په اړه د يوې خاص جائزه غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔وزيراعظم د كشمير يو والي ورځې تياريانو په اړه ټولو اړوندو ادارو سره هم آهنګۍ سره د كار كولو هدايت وكړو۔د وفاقي وزارتونو٬صوبائي حكومتونو٬ګلګت بلتستان او آزاد جمو كشمير حكومتونو استازو د كشمير يو والي ورځې تياريانو په اړه وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔د غونډې ګډون كونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل چې هند د تېرو 75 كلونو څخه په جمو كشمير غېر قانوني قبضه كړې٬ 5 اګست 2019 غېر قانوني اقدام نه پس كشميريان ديوال سره لګو??ې شوي او په اوسنو ورځو كښې هند په كشميريانو په ظلمونو كښې لا تندوالې راوستلې دې۔وزيراعظم ووئيل چې پاكستان به د خپلو كشميري خوئېندو او وروڼو غېر متزلزل ملاتړ روان ساتي۔وزيراعظم ووئيل چې د كشميريانو غږ به ټولې نړۍ ته رسو??ې شي٬ د جمو كشمير شخړی تر منصفانه حل به پاكستاني اولس ته آرام رانشي۔ وزيراعظم سږ كال د كشمير يو والي ورځ په موثر انداز كښې لمانځلو لپاره ټولو اړوند ادارو ته د هم آهنګۍ سره د كار كولو هدايت كړې۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو٬ د صوبائي حكومتونو٬ د ګلګت بلتستان او آزاد جمو كشمير حكومتونو استازو د كشمير يو والي ورځې تيارو په اړه بريفنګ وركړو۔غونډې ته ووئيل شو چې په دې اړه په ټول هېواد كښې لاريونونه٬واك٬ د عكسونو نندارتونونه ٬ تقريري مقابلې او نورې دستوره كو??ې شي۔ په غونډه كښې د رېلويز او ??وا بازۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب٬د مواصلاتو وفاقي وزير مولانا اسعد محمود٬د تعليم وفاقي وزير رانا تنوير حسېن٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كام وفاقي وزير امين الحق٬د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو خاص مرستيال قمرزمان كائره٬خاص مرستيال طارق فاطمي او اعلٰی سركاري افسرانو ګډون وكړو
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د كشمير يو والي ورځې تياريانو په اړه خاص غونډه
Grant Express Carnival APP game official website
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری